په هیواد کې د کرونا ویروس د ۷۰ نویو مثبتو پیښو له ثبت سره، په دې ویروس د اخته کسانو شمیر ۷۸۴ ته ورسید.
د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۳۱ پیښې په کابل، ۲۲ پیښې په هرات، ۳ پیښې په کندهار، ۳ پیښې په غزني، ۲ پیښې په میدان وردک، ۲ پیښې په کنړ، ۲ پیښې په ننګرهار، ۲ پیښې په نیمروز، ۱ پیښه په فاریاب، ۱ پیښه په ارزګان او یوه پیښه هم په بغلان ولایت کې ثبت شوې ده.
د دې وزارت د ګزارشونو پر بنسټ په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو له منځه ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه هم روغ شوي دي.