د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کرونا ۵۰ مثبتې پيښې ثبت شوي؛ د چین د روغتیايي مرستو دویمه جوپه هم کابل ته راورسیده.
د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز نن (پنځنۍ، غوایي څلورمه/اپریل۲۳)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۵۰ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.
نوې پيښې؛ ۲۱ په هرات، ۱۵ په کندز، شپږ په کابل ، څلور په لوګر، دوه په پنجشیر، او یوه-یوه پيښه هم په تخار او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوي چې له دې سره، په هیواد کې د دې ویروس د مثبتو پيښو شمیر، ۱۲۲۶ ته ورسید.
د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ په هیواد کې په کوویډ-۱۹ له اخته کسانو، تراوسه ۱۷۷ تنه روغ شوي او ۴۰ تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا وزیر په نننۍ ناسته کې وویل، هغه هیوادونه چې د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې او د اخته کسانو د شمیر د ډیریدو په مخنیوي کې مخکښه دي، د مالګې په ګرمو اوبو یې د ستوني غرغره اغیزمنه بللې او د دې کار وړاندیز یې کړی دی.
هغه همداراز له هیوادوالو وغوښتل چې د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
ښاغلي فیروز همداشان د چین هیواد له لورې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرستو دویمې جوپې له ترلاسه کولو خبر ورکړ او د دې مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
له بلې خوا، په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو، له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو د دوام خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه: مونږ د افغانستان له روغتیا وزارت سره په ځانګړې توګه د اړینو مرستو په برخه کې، همکاره یوو. چین هڅه کوي چې افغانستان د کوویډ-۱۹ ته د رسیدنې په برخه کې د وړتیا د لوړوالي لپاره مرسته وکړي، مونږ هڅه کوو چې خپل روغتیايي تولیدات ډیر کړو او د افغانستان روغتیايي اړتیاوې هوارې کړو.
له بلې خوا، ښاغلي فیروز د روغتونونو د وړتیاوو له ښه والي او د روغتیايي کارکوونکو لپاره د ښو امکاناتو د زمینې د برابرولو خبر ورکړ او له روغتیاپالانو یې وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې، صادقانه کار وکړي.