1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۱۱۴۳ ته لوړ شو

کرونا
22 Apr 2020

د عامې روغتیا وزارت  وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې په یوولس ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۱ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن له غرمې مخکې (څلورنۍ، غوایي درییمه/ اپریل ۲۲)، وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې په یوولس ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۱ مثبتې پیښې ثبت شوي.

د ده په وینا، په کابل کې ۲۸ پيښې، په ننګرهار کې ۶ پیښې، په کاپيسا کې ۴ پيښې، په هرات او کنړ کې درې- درې پيښې، په غزني کې دوه پيښې او په پروان، بامیان، لغمان، پکتیا او فراه ولایتونو کې یوه-یوه پیښه ثبت شوې ده.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې په دې موده کې، شپاړلس تنه روغ شوي او څلور تنه نور( دوه په کابل او دوه په ننګرهار کې) خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په افغانستان کې په کرونا ویروس له اخته کسانو، تراوسه ۱۶۶ تنه روغ شوي او ۴۰ تنه نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي او مبارزې یوازینې لار، د خلکو همکاري وبلله او یو ځل بیا له هیوادوالو وغوښتل چې د دې ویروس د ماتولو لپاره روغتیایي سپارښتنې جدي وګني.