د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د کرونا ویروس نوې یا انګلیسي بڼې، په وروستیو اونیو کې خپریدل پیل کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال، میرویس علیزی په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وایي چې په تیرو درییو اونیو کې، لږ تر لږه ۶۳ تنو د دې ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او له یو زرو او ۲۰۰ ډیرې نوې پيښې هم ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت همداراز له هیوادوالو غواړي چې روغتیايي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکي، که نه، افغانستان به د کرونا د درییمې څپې شاهد وي.
د کوویډ-۱۹ د نویو پيښو ثبتیدو سره، په افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۵۷زره او ۳۶۴ تنو ته لوړ شو او د کرونا له کبله د مړو شویو کسانو شمیر هم دوه زره او ۵۲۹ تنو ته رسیدلی دی.