د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۷۵ شکمنو پیښو له منځه، ۴۶۰ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې سره په افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۳۰زره او ۱۷۴ تنو ته ورسید.
د دې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په تیرو ۲۴ ګړیو کې، ۳۰۵ کرونايي ناروغان ښه شوي او له دې سره، د روغو شویو ټولیز شمیر لس زره او ۱۷۴ تنو ته اوچت شو. په همدې موده کې ۳۶ تنو خپل ژوند له لاسه هم ورکړې چې د مړو شمیر ۶۷۵ تنو ته ورسید.
دا شمیرنې به داسې حال کې خپریږي چې مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې افغانستان ستونزمن پړاو تجربه کوي.