د روغتیا وزارت وایي چې په کوویډ-۱۹ د ۱۵۰۰ ډيرو اخته کسانو له منځه، تراوسه ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ۶۸ نویو پيښو ثبتیدو سره، په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر، ۱۵۳۱ ته لوړ شو.
د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ؛ په تیرو ۲۴ ګړیو کې په غزني کې دیارلس پیښې، په پکتیا کې یوولس پیښې، په پکتیکا کې ۹ پیښې، په بلخ کې اته پيښې، په کابل او بادغیس کې شپږ-شپږ پیښې، په ننګرهار کې څلور پيښې، په هرات کې څلور پيښې، درې-درې پيښې په لغمان او خوست، او یوه پيښه هم په بغلان ولایت کې ثبت شوې دي.
په کرونا د اخته کسانو له منځه، په تیرو ۲۳ ګړیو کې درییو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دې شمیر سره د مړینو شمیر، ۵۰ ته ورسید.
په ولایتونو کې، کابل له ۴۵۰ ډیرو مثبتو پيښو لرلو سره، په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو لوړ شمیر لري، خو ظاهراْ د دې ولایت اوسیدونکي، ګرځبندیز جدي نه ګڼي.
د پلازمینې یو شمیر اوسیدونکي په واټونو کې په ګڼې ګوڼې د نیوکې ترڅنګ، له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې جدي عمل وکړي.
په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په ګرځیدو ډیر بندیزونه په پام کې نیول شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وویل چې امنیتي سرتیري په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي، خو خلک د حکومت همکارۍ ته اړتیا لري.
له دې سره، په هیواد کې په کرونا ویروس د ۱۵۳۱ اخته کسانو له منځه، تراوسه ۲۰۷ تنه ښه شوي دي.