په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۸۱ نوې مثبتې پيښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې ۷۴۱ شکمن سمپلونه ټسټ شوي دي چې ۲۸۰ یې مثبت دي.
د نویو پیښو له منځه ۸۴ په کابل،۳۳ په بلخ،۲۸ په میدان وردک،۲۰ په ننګرهار،۲۰ په بادغیس،۱۴ په تخار،۱۳ په هرات ۱۲ پیښې په پنجشیر،۷ په هلمند،۵ په سرپل،۵ په زابل،۴ په پروان،۴ په جوزجان،۴ په کندز،۳ په بدخشان،۳ په کاپیسا،۲ په غور،۲ په نیمروز،۱په فاریاب،۱په سمنګان،۱ په بامیان او یوه پیښه هم په پکتیا ولایت کې ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۵ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۳په کندهار،۱ په نیمروز،۱ په جوزجان کې دي.
د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا د مثبتو پیښو شمیر ۴۹۶۷ ته ورسیدې چې له دې منځه ۱۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.