1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د کرونا ګواښ، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۲۴ تنو ژوند بایللی

Coronavirus 4
24 May 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا له کبله د ۲۴ تنو له مړه کیدو خبر ورکوي.

دې وزارت اعلان وکړ چې په دې مهال کې د ۲۶۴۷ شکمنو آزمښت شویو بیلګو له منځه ۶۲۸ پیښې مثبتې ختلي او ۲۶۰ تنه هم بیرته روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټولشمیر ۶۶ زره او ۹۰۳ تنو ته رسیږي چې له دې منځه بیا ۲۸۳۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ زره او ۲۹۵ تنه هم بیرته روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو له ۵۰ سلنې ډیروالي اندیښنه کوي او لامل یې هم د اختر په ورځو کې د هیواد والو نه پاملرنه بولي.