په هیواد کې د کرونا ویروس ۳۶۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۶۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د نویو پیښو له منځه ۱۱۷ په کابل،۵۹ په هرات،۳۱ په بلخ،۲۶ په کندهار،۲۱ په لغلان،۱۸ په فراه،۱۲ په لغمان،۱۱ په میدان وردک،۱۱ په سمنګان،۹ په پنجشیر،۸ په ننګرهار،۸ په پروان،۷ په کنړ،۵ په هلمند،۴ په غزني،۴ په بدخشان، ۳ په جوزجان،۳ په سرپل، ۲ په پکتیکا،۱ په پکتیا،او یوه پیښه هم په زابل ولایت کې ثبت شوې دي.
د ښاغلي مجروح په وینا په تیرې یوې شپې او ورځ کې په کرونا ویروس ۵ اخته کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۵ تنه هم روغ شوي دي.
د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا د اخته کسانو شمیر هم ۴۴۰۲کسانو رسیږي چې له دې منځه ۱۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۵۸ تنه هم روغ شوي دي.