1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۳۳۷ ته لوړ شو

کرونا-2-1536x966
05 Apr 2020

په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۳۳۷ ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې په هرات کې د ۱۱۰ شکمنو پیښو تر منځ، لس پیښې یې مثبتې وی او همداشان د کابل په ازمیښت ځایونو کې د سل شکمنو پيښو تر منځ، ۲۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د ښاغلي مایار په وینا، له ۲۸ مثبتو پيښو څخه، په کابل کې لس پیښې، په کندهار کې اته پيښې، په پکتیا کې درې پيښې، په بلخ کې دوه پيښې، په سمنګان کې دوه پيښې او یوه- یوه مثبته پيښه هم په کاپيسا او تخار ولایتونو کې ثبت شوي.

مخکې له دې، د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د دې ویروس له ډیریدو هیښتیا ورکړې وه او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره، له هیوادوالو د لا ډیرو مرستو غوښتنه کړې وه.