په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۳۶۷ ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کابل او هرات په آزمیښت ځایونو کې د کرونا ویروس ۳۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د ښاغلي مایار په وینا، په هرات کې شپاړلس پیښې، په کابل کې شپږ پیښې، په کندز کې درې پيښې، په فاریاب کې دوه پیښې او په دایکندي ولایت کې هم دوه پيښې ثبت شوي.
په همدې حال کې په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس د شپږو مثبتو پیښو ترمنځ، درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د بلخ د روغتون پازوال وایي، په دې وروستیو کې د دې روغتون په آزمیښت ځایونو کې اته شکمنې نښې تر څيړنې لاندي وې، چې له دې منځه دوه مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
په دې ولایت کې د کرونا له اخته کسانو، یو کس بیا روغ شوی دی.