1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې د ۲۰۲۰ په ۳ میاشتو کې ۵۰۰ ډیر ملکي وګړي وژل شوي

تلفات
27 Apr 2020

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ ویلي چې د روان زیږدیځ کال په لومړیو درییو میاشتو کې، ۵۳۳ ملکي وګړو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۶۰ تنه نور هم ټپیان شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د یوه ګزارش خپرلو سره، نن (دوه نۍ غوایي ۸) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو درییو میاشتو کې، ۵۳۳ ملکي وګړي د جګړو په پایله کې وژل شوي او ۷۶۰ تنه نور هم ټپیان شوي.

د دې ګزارش پر بنسټ، د جګړو په پایله کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله همداراز دوام لري او دا سازمان د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د لوی منشي استازې، دبرا لاینز په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو لوریو غوښتي چې په دې هیواد کې د ملکي وګړو د ژوند ساتنې لپاره، اوربند او د سولې خبرې پیل کړي.

ملګرو ملتونو، د دولت مخالفې ډلې د ملکي وګړو د ۵۵ سلنه مرګ ژوبلې لامل بللي چې د ۷۱۰ تنو ملکي وګړو (۲۸۲ مړینو او ۴۲۸ ټپي کولو) لامل ګرځیدلي.

دې سازمان د دې مرګ ژوبلې ۳۹ سلنه طالبانو، ۱۳ سلنه داعش او نور د دولت له ناڅرګندو عناصرو پورې تړلې بللي دي.

د دې ګزارش له مخې، د دولت پلوي ځواکونه د ملکي وګړو د ۳۲ سلنه مرګ ژوبلې عاملین دي چې د ۴۱۲ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې (۱۹۸ مړینو او ۲۱۴ ټپي کیدو) لامل ګرځیدلي.

د دې ګزارش پر بنسټ، د کال په لومړیو درییو میاشتو کې، د دولت د خالفو عناصرو په پرتله، د دولت پلوي ځواکونه، د ماشومانو د مړینې لامل ګرځیدلي، څرنګه چې د دې ځواکونو له لورې د مرګ ژوبلې کچه دوه برابره ډیروالی ښيي.

دا ګزارش زیاتوي چې ښځې او ماشومانو هم د تاوتریخوالي ډیر اغیز لیدلی؛ ملګرو ملتونو، په دې موده کې ۴۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۱۵۲ مړه او ۲۶۵ ټپیان) او ۱۶۸ ښځو هم (۶۰ وژل شوي او ۱۰۸ ټپيان) تلفات لرلي دي.

که څه هم حکومت او بهرنیو ځواکونو تراوسه د دې ګزارش په اړه څه ندي ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپله ټویټر پاڼه، طالبان په هیواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډیرۍ عاملین بللي.

خو طالبانو دا ګزارش یو اړخیز او بې بنسټه بللی دی.