د بریښنا شرکت وایي، چې د دې پانګونې هوکړه لیک د حکومت او د عربي متحده اماراتو اړوند د یوه شرکت ترمنځ لاسلیک شوی او ډیر ژر به یې د اجرا لپاره لومړنۍ ارزونې هم پیل شي.
د افغانستان دولت په دې وروستیو کې د عربي متحده اماراتو له پانګونې سره د ۳زره میګاواټه لمریزې بریښنا د تولید لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د برښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي آرزو ټلویزیون ته وویل چې د دې شرکت لومړنۍ او فني ارزونې او په تیره بیا په هیواد کې د لمریزو سیمو د پيژندنې او لګښت اړوند به یې ارزونې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د برښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ؛ افغانستان ۳۰۰ لمرینې ورځې لري او د دې پروژې پلي کول کولای شي د بریښنا د انرژۍ له پلوه، ځان بسیاینې په برخه کې لوی ګام و اوسي.
هغه د دې پروژې پلي کول، د هیواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام وباله.
په افغانستان کې د لمر له انرژۍ د بریښنا تولید، اوس مهال په کندهار، بامیان او هرات ولایتونو کې ۴۰ میګاواټه دی او د برښنا شرکت، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په دې پروژې پانګونه بیلابیله بولي.
د ګزارشونو پر بنسټ، افغانستان د کورونو د رڼا کولو او د اقتصاد د څرخ د خوځښت لپاره ۲زره میګاواټه بريښنا ته اړتیا لري او د دې اړتیا د هواري لپاره، هر کال له ایران، اوزبیکستان، ترکمنستان او تاجیکستان څخه نږدې زر میګاواټه بریښنا پیري چې له ۳۰۰ میلیون ډالرو ډير لګښت لري.
د دې شمیر بریښنا د وارداتو ترڅنګ، په افغانستان کې دننه د بریښنا تولید په کال کې د ۲۸۰ تر ۳۲۰ میګاواټه اعلان شوی چې ډیرۍ د اوبو په واسطه ترلاسه کیږي.