په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې۶۶۴ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د راپور پربنسټ په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې ۱۲۱۱ نښې اخیستل شوې چې له دې منځه ۶۶۴ یې مثبتې دي.
د نویو پیښو له منځه ۳۱۶ په کابل،۳۴ په کندهار۳۴ په پروان،۳۲ په تخار،۳۲ په بغلان ۳۱ په پنجشیر،۳۰ په کاپیسا،۲۴ په نورستان،۲۲ په پکتیا،۲۱ په لغمان،۱۹ په پکتیکا،۱۴ په کندز،۱۲ په دایکندي،۱۱ په لوګر۸ په کنړ،۷ په ننګرهار،۷ په هلمند، ۳ په نیمروز،۳ په زابل،۲ په بامیان او ۲ هم په بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت د راپور پربنسټ په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۵۲۴ کسان روغ شوي او ۲۰ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې پيښې ۲۴۷۶۶ ته رسیږي چې له دې منځه بیا ۴۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۷۲۵ تنه هم روغ شوي دي.