1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې سولې ته له لاسرسي د مسکو خوښبینۍ

زاخارووا
17 Dec 2020

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله مندي ښيي چې په سپينه ماڼۍ کې د نوې ادارې واکمنیدو سره، د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي او سولې ته د رسیدو لپاره د مسکو او واشنګټن ګډې هڅې دوام ومومي.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا د خپلې اوونیزې خبري ناستې پرمهال د آرزو ټلویزیون خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هیواد یې تمه لري چې د جوبایډن ادارې کار پیلیدو سره، واشنګټن او مسکو د افغانستان د کړکیچ د هواري او یوې تلپاتې سولې ته د دې هیواد د رسیدو په برخه کې لا ډيرې هڅې وکړي.

هغې وویل: په وروستیو کلونو کې د افغانستتان د کړکیچ د سوله ییز هواري لپاره د روسیې فدراتیف او آمریکا ترمنځ رغنده خبرې شوې دي.

ماریا زاخارووا زیاته کړه: هیله مند یوو چې د امریکا د نوي دولت جوړیدو سره، سولې ته د فغانستان د لاسرسي، د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي، افراطیت او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روسیې و امریکا ګډې هڅې، دوام ولري.

په همدې حال کې، په کابل کې باورونه دا دي چې د امریکا او روسیې ګډې هڅې کولای شي سولې ته د افغانستان د رسیدو په برخه کې برخه لیک ټاکونکې ونډه ولري.

د مخکیني ولسمشر سلاکار، شهزاده مسعود آرزو ټلویزیون ته وویل: د افغانستان په برخه کې د روسیې او امریکا ترمنځ همکاري خورا مثبته ده. مونږ هیله مند یوو چې دا همکاري لا ډیره شي چې وکولای شو په افغانستان کې یو تلپاتې معقولې سیاسي حل لارې ته ورسیږو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همداراز د یوې سیاسي هوکړې په لړ کې د افغانستان د شخړې د سوله ییز هواري لپاره د سیمه ییزو هڅو د دوام خبر ورکړ.

مخکې له دې ولسمشر غني هم تل ویلي چې په افغانستان کې ټیکاو، د سیمې په ګټه دی او په افغانستان کې سوله، سیمه ییزه نښلیدنه له ځانه سره لرلای شي.

روسیه په داسې حال کې د افغانستان د مسایلو اړوند د واشنګټن او مسکو د ګډو همکاریو د نوي پیر په تمه ده چې تر یوې میاشتې به د امریکا د نوي ولسمشر، جوبایډن اداره خپل کار پیل کړي.