1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې فساد؛ د حکومت په هڅو د سیګار نیوکې

فساد
11 Nov 2020

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړې څیړونکې ادارې (سیګار)، په دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان حکومت د ځواکمنو لوبغاړو د نیونې په ګډون د اساسي ګامونو د اوچتولو پرځای، کاغذي اصلاحاتو لکه مقرراتو او د ناستو ترسره کیدو ته مخه کړې.

 

سیګار که څه هم په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د نظام منده ګامونو اوچتیدلو له کبله خوښبیني ښودلې، خو دا هڅې یې د پام وړ ندي بللي.

دې بنسټ همداراز هیښتیا ورکړې چې: په افغانستان کې فساد، د بیارغاونې لپاره د هڅو ټول اړخونه راټیټوي او د امنیت، قانون ځواکمنتیا، حکومتولۍ او اقتصادي ودې په برخه کې ټول رامنځته شوي پرمختګونه له ګواښ سره مخامخوي.

یو شمیر اقتصادي شنونکي بیا په دې باور دي چې د فساد د جرړو د لمنځه وړلو او اقتصادي مافیا د ځپلو په برخه کې د حکومت برنامې، یوازې په پاڼو پاتي او عمل پرې ندی شوی.

د اقتصادي چارو شنونکي، ایرج فقیري آرزو ټلویزیون ته وویل چې د حکومت په سیاسي جوړښت کې د مافیایي کړیو پراخ ګډون، د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د حکومت د برنامو د پلي کیدو مخه نیولې ده.

په داسې حال کې په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت د طرحو په پاتې راتلو نیوکې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې لسګونه دولتي چارواکي د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته پيژندل شوي؛ خو آندونه دا دي چې حکومت د دې دوسیو پر وړاندې سیاسي او سلیقه یي چلند کوي.

له دې ټولو سره، تمه ده چې سبا ولسمشر د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو د اروپايي ټولنې په شپږمې کلنۍ ناسته کې ګډون وکړي.