1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې له روانو سیاسي ناندرو د امریکا نارضایتي

الیس-ولز
07 Apr 2020

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وایي، نړۍ د کوویډ-۱۹ له جدي ګواښ سره مبارزه کوي، خو په افغانستان کې فردي اجنډا پرمخ ځي او دا حالت، د دې هیواد د مالي ملاتړو لپاره نهیلی کوونکی دی.

 

د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز په یوې نوې ټویټري لیکنه کې، په افغانستان کې په روان حالت سخته نیوکه کړې ده.

میرمن ویلز ظاهراْ د ټاکنو له کبله د روانو سیاسي ناندرو دوام ته ګوتڅنډنې سره ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مبارزه کوي، خو په افغانستان کې فردي اجنډا ته ارزښت ورکول کیږي.

دې امریکایي چارواکې ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان حالت، د دې هیواد مالي ملاتړي ستړي او نهیلي کړي دي.

له دې سره، په تیرو دوو ورځو کې د ټاکنو له کبله د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو د هواري په موخه، د خبرو نوی پیر پيل شوی دی.

د ولسمشر د عامه او سټراټیژیکو اړیکو سلاکار، وحید عمر وویل چې په حکومت کې ګومارنې ځنډول شوي ترڅو د دې ناندرو هواري ته لارې وموندل شي.

هغه زیاته کړه: په حکومت و کابینه کې ګومارنې ځنډول شوي، د دې لپاره چې د ډیرو خبرو او د اختلافونو هواري ته فرصت رامنځته شي.

د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم هم په دې اړه آرزو ټلویزیون ته وویل: مرکچي پلاوي په وروستیو ورځو کې تګ را تګ کړی دی، هیله من یوو چې د کړکیچ د هواري لپاره سیاسي حل لاره وموندل شي.

خو د افغانستان د اسلامي غورځنګ د ګوند ویاند او عبدالله عبدالله ته نږدې کس، بشیراحمد ته ینج، آرزو ټلویزیون ته ویلي، که د سیاسي ناندرو هواري ته لار ونه موندل شي، ثبات او همپالنه به په لومړي ګام کې خپله کابینه وپيژني.

مخکې له دې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو د هواري لپاره د منځګړیو هڅې بې پایلې پاتې شوي؛ خو په دې وروستیو کې حامد کرزي، عبدرب رسول سیاف، کریم خلیلي او محمد یونس قانوني د روانو سیاسي ناندرو د حل لپاره د هڅو نوی پیر پیل کړی دی.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک