حکومت په دې هڅه دی د چین له پانګه اچونکو سره له سکروټو بریښنا تولید کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشرغني تیره ورځ د چین د پانګه اچونکو له یوې ډلې سره د بریښنا د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګه اچونې ته لیواله دي لیدنه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې چیني پانګه والو ویلي دي چې غواړي د سکروټو له ډبرو څخه په ګټنې د نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په پانګې سره ۳۰۰ میګاواټه بریښنا تولید کړي.
له بلې خوا ولسمشرغني د پانګه اچونکو آسانتیا رامنځته کیدونکې برخې ته سپارښتنه کړې ترڅو د بریښنا له شرکت سره په همکارۍ د دې چیني ډلې لپاره د پانګه اچونې فرصت رامنځته کیدو لپاره خپلې لازمې څيړنې ترسره کړي.