1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې له ۱۳ میلیونه ډیر وګړي د خوړو ناخوندیتوب سره مخامخ دي

123741060_3576098032470341_576341171504763300_o-1536x1106
05 Nov 2020

د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې د کلیو اوسیدونکي له ښاریانو ډیر، د خوړو ناخوندیتوب له ګواښ سره مخامخ دي.

 

د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش، نن (پنځنۍ، لړم ۱۵)، د خوړو د امنیت او تغذیې د ملي برنامې په درییمه کلیزه کې وویل چې په هیواد کې ۱۳ میلیونه وګړي د خوړو له ناخوندیتوب سره مخامخ دي.

د ښاغلي دانش په وینا، له دې منځه اته میلیونه د خوړو د امنیت نشتون له سخت حالت سره مخ دي او د کلیو اوسیدونکي د ښاریانو په پرتله ډير له دې ګواښ سره مخامخ دي.

هغه وویل چې اوس مهال نه یواځې افغانستان، بلکې نړۍ د خوړو د امنیت له ستونزې سره مخامخه ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍوزارت واکپال، انورالحق احدي هم په دې ناسته کې وویل چې د هیوادوالو لپاره د بسیا خوړو شتون د دې وزارت لویه موخه ده او هڅې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان د خوړو د لرلو له پلوه، ځان بسیاینې ته ورسیږي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمدجواد عثماني، د خوړو د ناخوندیتوب لوړه کچه، د مړینو د شمیر د ډيریدو او د اقتصادي تاوان لامل په ګوته کړی.

عثماني وویل چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب د ښه والي لپاره، ګڼ سکټورۍ تګلارې ته اړتیا ده او د روغتیا وزارت په دې برخه کې همکاریو ته چمتو دی.

له بلې خوا، په افغانستان کې د خوړو برنامې مشرې، میري ایلن ګرورتي وویل چې د خوړو د امنیت ملي اجنډا د خوړو د امنیت او تغذیې د پرمختګ په لور د افغانستان دولت ښکاره ژمنه ده.

هغې وویل چې په افغانستان کې هیڅ بنسټ او د ملګرو ملتونو سازمان یواځې نشي کولای چې د لوږې د لمنځه وړلو په برخه کې بریالی شي، ځکه دې ته ټولیز او ډله ییز کار ته اړتیا ده.