1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ناروغې له امله د ۳۰ تنو مړینه

ګرونا
31 May 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا ویروس له امله د ۳۰ تنو له مړینې خبر ورکوي.

دې وزارت اعلان وکړ چې په دې موده کې په کرونا د ۵ زره او ۳۲ شکمنو نښو ترمنځ یو زره او ۵۶۶ نښې یې مثبت ګزارش شوي دي او ۱۸۱ تنه هم بیا روغ شوي دي.

د دې شمیر له ثبتیدو سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولیز شمیر ۷۳ زره او ۲۵۶ تنو ته رسیږي چې له دې منځه دوه زره او ۹۷۴ تنو خپل ژوند بایللی او ۵۷ زره او ۶۳۰ تنه هم بیا روغ شوي دي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت چارواکي د دې ویروس د خپریدو څخه د اندیښنې په څرګندولو سره د هیوادوالو له لوري د روغتیایي تکو په رعایتولو ټینګار کوي.