1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې په کرونا اخته کسانو شمیر ۵۵۵ کسانو ته ورسید

93013515_690193198473069_5956444114210783232_n-1536x966
11 Apr 2020

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر ۵۵۵ کسانو ته رسیدلی دی.

د دې وزارت پازوال نن (پیلنۍ د وري/حمل ۲۳) په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۳۴ نوې مثبتې پیښې په هیواد کې ثبت شوې او د دې ویروس له کبله مړه شویو کسانو شمیر هم ۱۸ کسانو ته رسیدل یدی.

د نوېو مثبتو پیښو له منځه ۸ په کابل،۸ په هرات،۵ په کندهار،۴ په بلخ،۴ په نیمروز ۲ په میدان وردک او یوه یوه هم په بغلان،غور او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مجروح ټینګار وکړ چې د ښارونو قرنطین کولو په دې ویروس اخته کسانو شمیر راکم کړی دی.

د هغه په وینا،که چیري د پلازمینې او نورو ښارونو ډیری برخې پر وخت رخصت شوې نه وای،په دې ویروس د اخته کسانو شمیر به هم زرهاو کسانو ته رسیدلی وو.

اوس مهال د کرونا ډيری مثبتې پیښې په هرات ولایت کې او وروسته په کابل کې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې په هیواد کې د کرونا ویروس د لمنې په پراختیا سره،د بښنې نړیوال سازمان هم د حکومت له لوري د بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې او ویلي دي چې د بندیانو د خوشې کیدو په اړوند باید ښځو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دې سازمان په یوې اعلانپاڼه کې ویلي دي چې:“ په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو ډيریدو،ښځې بندیانې او د هغوي ماشومان چې په بند کې دي له خطر سره مخ کړي دي.”

له دې ټولو سره،دوه اوونۍ وړاندې حکومتم یو فرمان ورکړ چې پر بنسټ یې،د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي لپاره لس زره بندیان د هیواد له بندخونې خوشې کیږي.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي