د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، د هیواد په ازمیښتځایونو کې د کرونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحیدالله مجروح نن (پنځنۍ، غوایي ۱۱/اپریل۳۰)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، د هیواد په ازمیښتځایونو کې د کرونا ویروس ۲۳۲ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي، چې له دې سره په هیواد کې په دې ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۲۱۷۱ تنو ته ورسید.
د دې وزارت د ګزارش پر نبست؛ نوې پيښې، ۴۵ په کندهار، ۴۱ په بلخ، ۳۴ په هرات، ۲۰ په کابل، ۱۲ په غزني، پکتیا و لوګر کې لس-لس پيښې، پنجشیر او سمنګان کې نهه-نهه پيښې، تخار کې اته، کندز کې اووه، ننګرهار او بغلان کې پنځه-پنځه پيښې، وردک او بادغیس کې څلور-څلور پيښې، لغمان کې درې پيښې، پکتیا او پروان کې دوه-دوه پيښې، په سرپل او فاریاب کې هم یوه-یوه پيښې ثبت شوې دي.
په دې موده کې، همداراز د کوویډ-۱۹ له کبله درییو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څأور تنه نور هم ښه شوي چې له دې شمیر سره د قربانیانو شمیر ۶۴ او د روغ شویو کسانو شمیر هم ۲۶۰ تنو ته ورسید.
ښاغلی محروح ټینګار لري چې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر په چټکۍ سره په لوړیدو دی او له اخته کسانو، د درییو تر څلور سلنه وګړو د مړینې اټکل شتون لري.
هغه هیښتیا ورکړه که هیوادوال ګرځبندیز او خپلې روغتیا ته پاملرنه ونکړي، د دې کسانو د اخته کیدواټکل ډیر دی.
د روغتیا وزارت همداراز په افغان-جاپان روغتون کې د پي سي آر او چټک ازمیښت د پیل خبر ورکړ او ډاډ یې وسپاره چې ډیر ژر به په ټول هیواد کې د بسترونو او ازمیښتي مرکزونو وړتیا لوړه شي.