1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۴۶۸۷  ته ورسید

کوید-19
11 May 2020

په تیرو ۲۴ ګړیو کې په افغانستان ۲۸۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې ۲۸۵ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

د نویو پیښو له منځه ۱۶۱ په کابل،۳۰ په کندهار،۱۸ په بادغیس،۱۸ په لوګر، ۱۶په ننګرهار،۱۱ په کنړ،۷ په هرات،۵ په کندز،۵ په غور،۵ په بامیان،۳ په هلمند،۳ په پروان،۲ په نورستان او یوه پیښه هم په میدان وردک ولایت کې ثبت شوې ده.

د ښاغلي مجروح په وینا په تیرو ۲۴ ګړیو کې دوو کسانو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور هم روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۴۶۸۷ تنو ته رسیږي چې له دې منځه ۵۰۴ تنه روغ شوي او ۱۲۲ تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.