د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د ۵۸۰ نویو مثبتو پیښو له ثبته خبر ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د چوپړتیاوو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح نن (پنځه نۍ د غبرګولي ۸/مې ۲۸) په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ډیري مثبتې پیښې په کابل کې ثبت شوې دي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ،نویو پیښو له منځه ۳۲۲ یې په کابل،۱۳۹ په هرات،۲۷ په پنجشیر،۲۲ په بلخ،۲۱ په فراه،۲۰ په پکتیا،۱۵ په فاریاب او ۱۴ هم په پروان ولایت کې ثبت شوې دي.
ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په دې مهال کې ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۵ هم روغ شوي دي چې له دې سره بیا د مړو شمیر ۲۳۵ او روغ شویو کسانو شمیر هم ۱۲۰۹ کسانو ته رسیږي.
د روغتیا وزارت مرستیال هیښتیا ورکړه چې که چیری هیواد وال روغتیایي سپارښتنو ته پام ونه کړي،په هیواد کې به د کووید۱۹ نا روغانو شمیر د ډيریدو په حال کې وي.
اوس مهال کابل کې ډيری کسان په کرونا ویروس اخته دي.
له دې سره د کابل والي یعقوب حیدري ویلي دي چې په پلازمینه کې به ګڼه ګونې سیمې له کرونا سره مبارزې لپاره تړلې پاتې شي.
هغه زیاته کړه هغه سیمې چې پرانستي دي،پلورنځیو او تګ راتګ کونکو ته جدي هیښتیا ورکول کیږي ترڅو روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
د کابل د والي د ویناو پر بنسټ،له کرونا سره مبارزې کمېټه همدا شان د کابل د هغو کورنیو د دو میاشتو اوبو او بریښنا پیسې هم ورکوي چې تر زرو افغانیو لګښت ولري.د دې کار موخه د پلازمینې د بی وزله او اړمنو کورنیو سره مرسته ویل شوې ده.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي