په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې ۲۳۹ کسانو ته لوړې شوې.
د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې یوازی په هرات کې ۴۱ مثبتې پیښې چې په کې ۲۴ نارینه او ۱۷ میرمنې شاملې دي،د دې ولایت په آزمښت ځای کې او دوه نورې هم په کابل کې ثبت شوې دي.
وړاندې له دې د عامې روغتیا وزارت هیښتیا ورکړې وه چې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې په برخه کې د هیواد والو نه پاملرنې په صورت کې،د هیواد نیمایي وګړي به په دې ویروس اخته شي.
په همدې حال کې حکومت یو ځل په ولایتونو کې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره پر لا زیاتو تابیاو ټينګار کړی دی.
ولسمشرغني د بلخ ،فاریاب، سمنگان، جوزجان او سرپل له والیانو سره په ویډیویي کنفرانس کې وویل چې حکومت ته دې د بی وزلو کسانو یو نوملړ وړاندې کړي.