د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۲۵ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله ماریار نن (درې نۍ، غویي نهمه/ اپریل ۲۸)، په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د کرونا ویروس نوې مثبتې پيښې په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوي. چې له دې منځه؛ په هرات کې ۲۱ پیښې، په کابل کې ۱۵ پيښې، په کندهار کې ۱۵ پيښې، په بلخ کې ۱۰ پيښې، په لوګر کې ۹ پیښې، په جوزجان کې ۸ پيښې، په پنجشیر، لغمان او پکتیا کې اوه- اوه پیښې، په غزني او تخار کې شپږ- شپږ پيښې، په ننګرهار کې ۵ پيښې، په وردک او کنړ کې دوه-دوه پيښې او په بادغیس، کاپيسا او بدخشان ولایتونو کې هم یوه-یوه مثبته پيښه ثبت شوې دي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په دې وروستیو کې په هرات کې اته تنه روغ شوي او یوې میرمن هم په کندهار کې د دې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې له دې سره په هیواد کې د قربانیانو شمیر ۵۸ تنو ته ورسید.