1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۹۳۹ ته لوړ شو

کرونا-5
29 Apr 2020

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په افغانستان کې په لسو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۰ نوې مثبتې پيښې ثبت شوې دي.

 

د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار، نن (څلورنۍ، غوایي۱۰،اپریل۲۹)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۱۰ نوې مثبتې پيښې تثبیت شوي چې له دې سره، په کرونا د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۱۹۳۹ ته ورسید.

د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ، نوې پيښې؛ کابل ۵۸، کندهار ۱۵، پکتیا ۱۲، غزني ۶، ننګرهار او لغمان هر یو ۵ پيښې، تخار او فراه هر یو درې پيښې، هلمند دوه او په کندز کې هم یوه مثبته پيښه ثبت شوې دي.

په تیرو ۲۴ ګړیو کې، همداراز د یوې ښځې په ګډون درییو تنو په هرات ولایت کې د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې په هیواد کې د دې ویروس له کبله د مړینو شمیر، ۶۱ تنو ته ورسید.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت ویاند ټینګار لري چې په کرونا ویروس د اخته کسانو له منځه، تراوسه ۲۵۲ تنه روغ شوي دي.