د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کوویډ-۱۹ ۱۷۹ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار، نن (درې نۍ، د غوایي دیارلسمه/مې دویمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۷۹ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې سره، په هیواد کې د مثبتو پيښو ټولیز شمیر، دوه زره او ۴۶۹ تنو ته ورسید.
د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ نوې پيښې، کابل ۷۵، هرات ۲۳، بلخ ۱۸، جوزجان ۱۶، کندهار ۱۵، غزني ۱۰، بغلان ۷، لوګر ۵، تخار ۴، غور ۳، زابل دوه او په هلمند کې هم یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې په دې موده کې، په کرونا ویروس ۲۹ اخته کسان روغ شوي او څلور تنو نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د روغ شویو کسانو ټولیز شمیر ۳۳۹ او د مړینو شمیر هم ۷۲ ته ورسید.
ښاغلي مایار یو ځل بیا وویل چې کرونا ویروس په ټولنه کې د ودې په حال کی دی او هیوادوال باید د دې ویروس د مخنیوي تابیاوې جدي وګڼي او روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.
اوس مهال د افغانستان په لویو ښارونو کې د حکومت له لورې ګرځبندیز عملي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین، نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې په ښارونو کې د دې ویروس د مخنیوي لپاره به ګرځبندیز همداراز دوام ولري.
هغه همداراز په ښارونو د وګړو له لورې د ګرځبندیز د سرغړاوونکو پر وړاندې د پولیسو د قانوني چلند هیښتیا ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت همداراز له هیوادوالو وغوښتل چې د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره، باید له حکومت سره همکاري وکړي.