د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۳۲۴ نویو پيښو د ثبت خبر ورکړ چې ډيرۍ پيښې په کابل او هرات ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په تیره یوه شپه او ورځ کې، په هیواد کې د کرونا ویروس ۳۲۴ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې سره په کوویډ-۱۹ د اخته کسان ټولیز شمیر، ۲۹زره او ۴۸۱ تنو ته ورسید.
د روغتیا وزارت همداراز اعلان کړی چې په دې موده کې، په کرونا ویروس ۲۰ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۱۹ تنه نور هم روغ شوي چې له دې سره د مړو ټولیز شمیر ۶۱۸ او د روغو شویو ټولیز شمیر هم ۹زره او ۲۶۰ تنو ته اوچت شوی دی.