د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په هیواد کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمیر ۲۲ کسانو ته ورسید.دا وزارت وایي چې په هرات ولایت کې یوه بله مثبته پیښه هم ثبت شوه.
اوس مهال په هرات کې ۱۴ مثبتې پیښې،په سمنګان کې درې،په بادغیس کې دوه،او په کاپیسا،بلخ او دایکندي ولایتونو کې هم یوه یوه مثبته پیښه شوې دي.
په داسي حال کې چې په هیواد کې کرونا ویروس مثبتې پیښې مخ په ډيریدو دي، په دې ویروس اخته په لس هاو شکمن کسان د هرات ولایت له روغتون څخه تښتیدلي دي.
د هرات حوزوي روغتون پازوال دا مني چې د ۳۸ شکمنو کسانو څخه چې له دې روغتون څخه تښتیدلي دي،یو کس یې مثبته پیښه درلوده.
د دې پازوال په وینا هغه کسان چې تښتیدلي دي په کې دوه ښځې او ۳۶ نارینه شامل دي او د نیولو لپاره یې هڅې دوام لري.