| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په افغانستان کې په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمیر له ۶ زرو واوښت
15 May 2020
د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په کرونا ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۶۰۵۳ ته ورسید؛ تراوسه ۷۴۵ تنه روغ شوي دي.
ظاهراْ د هرې ورځې په تیریدو سره، په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر، په ډیریدو دی.
د عامې روغتیا وزرات د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو د چارو مرستیال، وحیدالله مجروح نن (جمعه، غوایي۲۶/مې۱۵)، رسنیو ته وویل چې په وروستیو ۲۴ ګړیو کې، په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۱۴ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې، ۱۶۲ پيښې په کابل او ۱۳۲ په هرات کې دي چې له دې سره په هیواد کې په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمیر، ۶۰۵۳ کسانو ته رسیږي.
ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په دې موده کې، ۱۷ تنو د دې ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۴ تنه نور هم ښه شوي چې له دې سره د مړو شمیر ۱۵۳ او د روغو شویو کسانو شمیر هم ۷۴۵ ته ورسید.
په داسې حال کې چې د روغتیا وزارت تل په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د دیریدو هیښتیا ورکړې، خو ډیرۍ هیوادوال د روغتیايي سپارښتنو پر وړاندې بې غوره دي.
دا کیدای شي په پلازمینه کې د ګرځبندیز سره سره، د خلکو د ګڼې ګوڼې په لیدو ثابته شي.

د پلازمینې یو شمیر اوسیدونکي هم د ګرځبندیز د بشپړ پلې کولو په برخه کې حکومت په پاتې راتلو تورنوي او په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه لري.
له دې سره، د کابل والي، یعقوب حیدري هم رسنیو ته په یوه انځوریز پیغام کې دا منې چې په وروستیو ورځو کې خلکو د پلازمینې د قرنطین بهیر ترپښو لاندی کړی.
خو ښاغلی حیدري، د خلکو په مرسته د اوسني حالت د مدیریت لپاره د هڅو خبر کوي.
د کابل ترڅنګ؛ په وروستیو ورځو د هیواد د یو شمیر نورو ښارونو د قرنطین بهیر هم مات شوی او هیوادوالو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ګرځبندیز جدي ندی نیولی.
له دې سره، د ښارونو د قرنطین بهیر غځیدو او د اختر ورځو ته نږدې کیدو سره سم د فقر ډیروالی، په ښارونو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې اصلي لامل په ګوته کیږي.
آرزو نیوز – لیدا نوروزی
