د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا له کبله د ۱۰۱ تنو له مړینې خبر ورکوي.
دې وزارت اعلان وکړ چې په دې مهال کې د ۶۰۹۲ شکمنو آزمېښت شویو بیلګو له منځه ۲۳۱۳ پیښې مثبتې ختلي او ۳۰۱ تنه هم بیرته روغ شوي دي.
د نویو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۹۸ زره او ۸۴۴ تنو رسیدلی چې له دې منځه بیا ۳۹۴۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هغه ښاري بسونه چې کارته نو او احمدشاه بابا مینې پر لار فعالیت لري د غبرګولي/جوزا له ۲۹ مې پیلنۍ ورځې څخه په لنډمهاله توګه د درولو سپارښتنه کړې ده.
د کابل ښاروالۍ هم له ټولو هیوادوالو په تیره بیا ښاري کوچنیو موټرچلونکو څخه غواړي ترڅو د هیواد والو په لیږد رالیږد کې د سورلیو ګڼه ګوڼه کمه کړي.