1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۳۳ تنو ژوند بایللی

Coronavirus 4
01 Jun 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا ویروس له امله د ۳۳  تنو له مړینې خبر ورکوي.

دې وزارت اعلان وکړ چې په دې مهال کې د ۳۶۱۴ شکمنو آزمېښت شویو بیلګو له منځه ۱۰۴۵ پیښې مثبتې ختلي او ۱۱۲ تنه هم بیرته روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۷۴  زره او ۲۶ تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا نږدې ۳۰۰۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۷ زره او ۵۴۲ تنه هم روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت هیښتیا ورکوي چې  که چیرې د خلکو له لوري روغتیايي ټکو ته پاملرنه ونشي وضعیت به له دې هم خراب شي.