1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۸۰ تنو ژوند بایللی

Coronavirus 4
27 Jun 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا له کبله د ۸۰ تنو له مړینې خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې مهال کې د ۴۹۹۴ شکمنو آزمېښت شویو بیلګو له منځه، ۱۵۳۱ پیښې مثبتې ختلي او ۸۰۵ تنه هم روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۱۵ زره او ۶۱۵ تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا ۴۷۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.