1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۸۶ تنو ژوند بایللی

Coronavirus 4
01 Jul 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې په افغانستان کې د کرونا له کبله د ۸۶ تنو له مړینې خبر ورکوي.

دې وزارت اعلان وکړ چې د ۵۵۰۶ شکمنو آزمېښت شویو بیلګو له منځه ۱۹۴۰ پیښې مثبتې ختلي او ۹۱۲ تنه هم بیرته روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۲۲ زره او ۱۵۶ تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا ۵۰۴۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.