1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۳۴ تنو ژوند بایللی

Coronavirus 4
03 Jun 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا له کبله د ۳۴ تنو له مړینې خبر ورکوي.

دې وزارت اعلان وکړ چې په دې مهال کې د ۴۳۹۲ شکمنو آزمېښت شویو بیلګو له منځه ۱۵۰۹ پیښې مثبتې ختلي او ۱۰۷ تنه هم روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۷۶ زره او ۶۵۳ تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا ۳۰۶۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۸ زره او ۷۰ تنه هم روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت تل هیښتیا ورکړې ده چې که چیرې د هیواد والو له لوري روغتیايي ټکو ته پاملرنه ونه شي وضعیت به له دې هم خراب شي.