1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۵۶ تنو ژوند بایللی

Coronavirus 4
07 Jun 2021

د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا له کبله د ۵۶ کسانو له مړینې خبر ورکوي.

دې وزارت اعلان وکړ چې په دې مهال کې د ۴۶۷۱ شکمنو آزمېښت شویو بیلګو له منځه ۱۵۸۲ پیښې مثبتې ختلي او ۳۷۶ تنه هم بیرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د کووید۱۹ وړاندې شوې پیښو شمیر، درې برابره له رسمي شمیرنو لوړ بولي او له همدې کبله د ملکي چوپړتیاو د کارکوونکو لپاره یې نوي محدودیتونه وضع کړي دي.

خو ډير هیواد وال لا هم د دې ویروس د ګواښ پر وړاندې بې غوره دي او روغتیايي ټکو ته پاملرنه نه کوي.