1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۵۱ تنو ژوند بایللی

Coronavirus 4
09 Jun 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا له کبله د ۵۱ تنو له مړینې خبر ورکوي.

دې وزارت اعلان وکړ چې په دې مهال کې د ۵۰۴۴ شکمنو آزمېښت شویو بیلګو له منځه ۱۸۴۳ یې مثبتې ختلي او ۲۵۷ تنه هم روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۸۵ زره او ۸۹۳ تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا ۳۳۵۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له بلې خوا هیواد وال لا هم په روغتونونو کې د آکسیجن له کمښت څخه شکایت لري خو د روغتیا وزارت یې د حل لپاره له هڅو خبرې کوي.