1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا؛ تیرو ۲۴ ګړیو کې ۹۴ تنو ژوند بایللی

Crona-Amar-for-website-2-11-1536x1024
16 Jun 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرې یوې شپې او ورځ کې د کرونا ویروس له کبله د ۹۴ تنو د مړینې خبر ورکوي

دې وزارت اعلان کړی چې په دې موده کې له ۵زرو او ۵۳ شکمنو نښو څخه، یو زر او ۷۲۲ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي او ۳۹۱ تنو روغتیا ترلاسه کړې.

د نوې شمیرنې ثبتیدو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر ۹۶زره او ۵۳۱ تنو ته ورسید چې له دې منځه درې زره او ۸۴۲ تنو ژوند بایللی دی.

د روغتیا وزارت هیښتیا ورکوي چې روغتیایي سپارښتنو ته د نه پاملرنې په صورت کې، هیواد به له یوه لوی ناورین سره مخامخ شي.