1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا؛ د اخته وو شمیر ۳۲۲۴ ته ورسید

کرونا-5-1536x863
05 May 2020

د عامې روغتیا وزارت وایي چې به تیرو ۲۴ ګړیو کې، د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې د کوویډ-۱۹ ۳۳۰ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.

 

د روغتیا وزارت د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو د چارو مرستیال، وحید مجروح، نن (درې نۍ،غوایي۱۶/مې پنځمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۹۸۱ شکمنو پيښو له منځه، ۳۳۰ یې مثبتې وې.

د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ؛ هرات ۵۹، کابل ۴۵، کندهار ۴۱، بلخ ۳۸، پکتیا ۲۶، ننګرهار ۱۳، پنجشیر ۱۲، لغمان و تخار  هر یو  ۱۱ پيښې، لوګر او سمنگان هر یو ۱۰ پيښې، پکتیکا ۹، پروان ۷، فاریاب ۶، په کنړ، کندز و غزني هر یو ۵ پیښې، په وردک او کاپیسا کې څلور-څلور پيښې، در بدخشان او زابل کې درې پیښې، فراه کې دوه پيښې او هلمند کې هم یوه پيښه ثبت شوې دي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په دې موده کې، ۲۴ تنه ښه شوي او پنځه تنه هم مړه شوي چې له دې سره؛ د روغ شویو کسانو شمیر ۴۲۱ تنو او د مړو شمیر هم ۹۵ تنو ته رسیدلی دی.

د روغتیا وزارت مرستیال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تراوسه د کرونا ویروس د لمنځه وړلو لپاره هیڅ درمل ندي جوړ شوي او له دې ویروس سره د مبارزې یوازینۍ لار، د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیول او له راټولیدنو ډډه ده.