د عامې روغتیا وزارت، په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۱۷۴ نویو مثبتو پيښو د ثبت خبر ورکړ.
د دې وزارت د شمیرنو له مخې؛ تراوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس د پيښو ټولیز شمیر، ۳۵زره او ۴۶۱ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت همداراز په تیرو ۲۴ ګړیو کې په دې ویروس د ۱۷ اخته کسانو د مړینې خبر ورکړ چې له دې سره د مړو شویو کسانو شمیر، یو زرو او ۱۸۱ تنو ته اوچت شو.
تراوسه ۲۳زره او ۶۴۱ تنه چې په دې ویروس اخته شوي وو، روغ شوي.
له دې سره د عامې روغتیا وزارت پازوال ټینګار کوي چې کرونا لا هم جدي ګواښ دی او هیوادوال باید روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.