ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې افغانستان سختې کرونايي ورځې تیروي، خو د روغتیا وزارت باور لري چې هیواد له دې پلوه په مناسب حالت کې دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې خپرولو سره اعلان کړی چې افغانستان د کرونا ویروس تر ټولو ستونزمن پړاو چې فلاکت دی، تجربه کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي: “مونږ د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د فلاکت په پړاو کې یوو او دا له دې سره د مبارزې تر ټولو ستونزمن پړاو دی او له خواشینۍ سره په دې پړاو کې ډیر شمیر هیوادوالو چې دولتي چارواکي هم په کې شامل دي، د دې ناروغۍ له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.”
خو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې افغانستان د کرونا ویروس له پلوه، په مناسب حالت کې دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، اکمل سمسور د دې مطلب په څرګندولو سره ویلي چې د اوسني حالت دوام او د ټیټیدو پړاو ته رسیدل، د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د خلکو جدي همکارۍ سره تړلی دی.
د عامې روغتیا وزارت واکپال مخکې له دې هم ویلي وو چې په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کیدو بهیر، تکنی شوی دی.
له بلې خوا، دې وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې په کرونا ویروس د ۳۴۲ تنو د اخته کیدو خبر ورکړی چې له دې سره، په کرونا د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۲۹زره او ۴۸۱ تنو ته ورسید.
که څه هم د روغتیا وزارت تل ټینګار کړی چې د ناروغانو، روغو شویو او مړو شویو کسانو رښتینې شمیرنه له خلکو سره شریکوي، خو یو شمیر روغتیاپالان وایي چې د لیدلوریو تضاد او د ویروس او شمیرنې اړوند جلا لیدلوري د ډیریدو په حال کې دي.
احمد جواد فردین چې روغتیاپال دی، وایي چې وزارت باید د معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې کره و اوسي، ځکه خلکو ته د معلوماتو په ورکړه کې تضاد کولای شي په دې بهیر د خلکو او د دولت د مالي ملاتړو د بې باورۍ لامل وګرځي.