1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا؛ د روغتیايي تجهیزاتو د کمښت له کبله د مړینې د شمیر ډیروالی

کرونا-هرات
16 Jun 2020

په هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې له بهیره د لویې طبي شورا څارنیزې موندنې ښيي چې په کوویډ-۱۹ یو شمیر اخته کسانو، د آکسیجن د نشتون له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د هیواد لویې طبي شورا، په افغانستان کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې له بهیر څخه خپلې څارنې موندنې، نن (درې نۍ، غبرګولي۲۷/جون۱۶)، شریکې کړې.

د افغانستان د لویې طبي شورا مشره، نسرین اوریاخیل وایي چې د دې موندنو پر بنسټ، په کوویډ-۱۹ یو شمیر اخته کسانو، د آکسیجن د نشتون له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

میرمن اوریاخیل همداراز د روغتیایي شونتیاوو او سمبالتیاوو کمښت جدي اندیښنه وبلله او دې چارې ته یې د ژر رسیدنې غوښتنه وکړه.

هغې د روغتیايي کارکوونکو او روغتیاپالانو د میاشتنیو حقوقو په ورکړه کې ځنډ، د روغتیا وزارت او خصوصي روغتونونو ترمنځ د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روښانه کاري کړنچارې نشتون هم د اندیښنې وړ وباله او دې برخې ته یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د برنامو د جوړولو په موخه د هڅو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمدجواد عثماني، چې په دې وروستیو کې په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو د درملنې د حالت د څارنې په موخه د کابل یوه خصوصي روغتون ته تللی دی، ټینګار یې وکړ چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د برنامې د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلي عثماني یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

له دې سره، د عامې روغتیا وزارت د کرونا د ۷۹۳ نویو مثبتو پيښو د ثبت خبر ورکړ چې له دې شمیر سره، په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۲۶زره و ۳۱۰ تنو ته ورسید.

له دې منځه تراوسه ۵زره و ۵۰۸ تنه ښه شوي او ۴۹۱ تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.