د عامې روغتیا وزارت، نن (یوه نۍ، زمري۵)، اعلان وکړ چې د ۱۲۱ نویو پيښو ثبتیدو سره، په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۳۶زره او ۱۵۷ کسانو ته ورسید.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او پکتیا په کرونا ویروس د اخته کسانو لوړ شمیر لري.
د روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې، په تیرو یوه شپه او ورځ کې، په کرونا ۳۸۷ اخته کسان روغ شوي او د روغو شویو کسانو ټولیز شمیر هم ۲۵زره او ۱۸۰ تنو ته لوړ شو. په دې موده کې د کرونا ویروس له کبله ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د مړو شمیر هم یو زرو او ۲۵۹ تنو ته اوچت شو.
د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا له هیوادوالو وغوښتل چې روغتیايي سپارښتنې، د ماسک ګټنه او ټولنیز واټن په پام کې ونیسي.