1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا؛ روغتیا وزارت د کوویډ-۱۹ له دویمې څپې سره مبارزې ته چمتو دی

کرونا (1)
16 Aug 2020

د عامې روغتیا وزارت وایي، که څه هم په هیواد کې د کرونا ویروس پیښې لږې شوي، خو د دې ویروس د ځانګړو روغتونونو او ازمیښتځایونو د وړتیاوو د لوړولو بهیر بهیر دوام لري.

 

د عامې روغتیا وزارت ویاند، اکمل سمسور نن (یوه نۍ، زمري۲۶)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د کرونا ویروس د دویمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره، ټول چمتووالی نیول شوی.

ښاغلي سمسور زیاته کړه چې افغانستان اوس د کوویډ-۱۹ پر وړاندې په مبارزه کې ښه حالت لري او په تیرو دوو اوونیو کې، ۳۴ ولایتونو ته د آکسیجن د تولید ۵۶۰ دستګاوې استول شوي.

هغه همداراز په دولتي او خصوصي مرکزونو کې، ۲۲ ته د کرونا د تشخیصیه مرکزونو د ازمیښتځایونو د لوړوالي خبر ورکړ.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت ویاند، د خپلواکۍ د جشن د نمانځنې او محرم میاشت ته نږدې کیدو سره، له هیوادوالو او عزالرونکو وغوښتل، چې د کرونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوي لپاره، له پراخو راټولیدنو ډډه وکړي او روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند همداراز وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کرونا ویروس ۴۸ پيښې ثبت شوي چې له دې شمیر سره، په دې ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر تراوسه ۳۷۵۹۹ ته اوچت شوی.

هغه وویل چې په دې موده کې به کوویډ-نوولس ۵۷ اخته کسان روغ شوي چې له دې سره د روغو شویو کسانو شمیر ۲۷زره او ۲۲۳ تنو ته رسیدلی دی.