1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا؛ مثبتې پيښې ۲۵زره او ۵۲۷ ته ورسیدې

کرونا-در-افغانستان-1
15 Jun 2020

د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د ۷۶۱ نویو پيښو د ثبت خبر ورکړ؛ په کرونا ویروس د نیمو شکمنو اخته کسانو پایله مثبته ده.

 

د روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال، شفیق الله شهیم، نن (یوه نۍ،غبرګولي۲۶/جون۱۵)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په وروستیو ورځو کې په هیواد کې په کرونا ویروس د نیمو اخته کسانو پایله، مثبته وه.

 هغه زیاته کړه چې په وروستیو ۲۴ ګړیو کې، ۷۶۱ نوې پيښې ثبت شوي چې له دې شمیر سره، په هیواد کې په دې ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۲۵زره او ۵۲۷ تنو ته ورسید.

د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په دې موده کې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵۸ تنه هم روغ شوي دي.

مخکې له دې تل په هیواد کې د کرونا ویروس ناروغانو ته له نه رسیدنې اندیښنې ښودل شوي. په دې وروستیو کې د یو شمیر ولایتونو سیمه ییز چارواکي، د کوویډ-۱۹ اخته کسانو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کیدو په برخه کې له لږ رسیدنې خبر ورکړل شوی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمدرفیق شیرزی، آرزو نیوز ته وایي چې له تیرې اوونۍ تراوسه، په کرونا د اخته کسانو د پيژندنې لپاره، د کیټونو نشتون له کبله، هیڅ ازمیښت ندی شوی.

په هیواد کې د کرونا ویروس لومړنۍ پيښه، په هرات ولایت کې ثبت شوه او مخکې له دې په دې ولایت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرکزي حکومت په نه پاملرنې نیوکې شوې دي.

له بلې خوا، نن په بلخ ولایت کې ۵۰ روغتیايي کارکوونکو او روغتیپالانو، اعتراض وکړ.

دوی د خپل اعتراض لامل، له دندو د دوی ناقانونه ګوښه کیدل یادوي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست واکپال، نظام الدین جلیل بیا رسنیو ته وایي چې دا کسان د سیالنیزې آزموینې وروسته له کار څخه ګوښه شوي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لوړې کچې ته رسیدو سره، په هیواد کې د روغتیايي چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې نیمګړتیاوې ډیرې شوي او هیوادوال تل له حکومت څخه غوښتي چې خلکو ته د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې لا ډیرې هڅې وکړي.