د عامې روغتیا وزارت ویاند، اکمل سمسور نن (درې نۍ، زمري۱۴)، په یوې خبري ناسته کې وویل: په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کوویډ-۱۹ په روغتونونو کې د کرونا ویروس له کبله هیڅ مړینه نده ثبت شوې او د دې ویروس له کبله د مړینو شمیر، اوس ۱۲۸۸ تنه دی.
ښاغلي سمسور زیاته کړه: په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا د ۱۷۸ شکمنو نښو څخه چې د عامې روغتیا وزارت په آزمیښتځایونو کې آزمایل شوي، ۳۶ مثبتې پيښې ثبت شوي.
د دې وزارت د شمیرنو له مخې، د ۳۶ نویو پيښو ثبتیدو سره، په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۳۶زره او ۷۸۷ تنو ته رسیدلی چې له دې منځه، تراوسه ۷۰سلنه یې یې روغ شوي.
د روغتیا وزارت ویاند همداراز وویل: د کرونا له تجرید ځایونو د لوی اختر وروسته د روغتیا وزارت ورځینۍ څیړنې ښيي چې روغتونونو ته د مراجعې کچه نده اوچته شوې، خو اټکل کیږي د لوی اختر دوه اوونۍ وروسته، د کوویډ-۱۹ له کبله د ناروغانو شمیر لوړ شي.