1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا؛ په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۱۲ تنو ژوند بایللی

Coronavirus 4
27 May 2021

د هیواد د روغتیا وزارت په تیرو څلورویشتو ګړیو کې د کرونا ویروس له کبله د ۱۲ تنو د مړینې خبر ورکړ.

دې وزارت اعلان کړی چې د کرونا له ۳زرو او ۲۸۰ شکمنو آزمښت شویو بیلګو، ۷۶۴ یې مثبتې ختلي او ۲۵۱ تنه نور هم روغ شوي دي.

په هیواد کې په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمیر ۶۹زرو او ۱۳۰ تنو ته ورسید چې له دې منځه دوه زره او ۸۸۱ تنو ژوند بایللی او ۵۶زره او ۹۶۲ تنه هم روغ شوي دي.