1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې کرونا؛ په تیرې یوه اوونۍ کې د اخته کسانو شمیر ۲۱ سلنه ډیر شوی

کرونا-در-افغانستان-1
24 Dec 2020

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرې یوې اوونۍ کې، ۱۵۷۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې د تیرې اوونۍ په پرتله ۲۱ سلنه ډیروالی ښيي.

 

د سړوښې موسم رارسیدو سره، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو کچه هم په لوړیدو ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، اکمل سمسور، نن (پنځنۍ، مرغومې څلورمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیره اوونۍ کې، ۱۵۷۴ تنه په دې ویروس اخته شوي چې له دې د تیرې اوونۍ په پرتله ۲۱ سلنه ډيروالی ښيي.

دا وزارت همداراز یو ځل بیا له هیوادوالو غواړي چې په دې ویروس د اخته کیدو د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د یوې پرلیکه طرحې د جوړیدو خبر ورکړ او ویې ویل، هغه مسافرین چې هوایي سفر لري که په سیسټم کې درج ونه اوسي، په هوایي ډګر کې ورته د سفر اجازه نه ورکول کیږي.

د روغتیا وزارت همداراز ټینګار وکړ چې په نورو هیوادونو کې د کرونا د مثبتو پيښو د شمیر ډيریدو ته په کتو سره، له هیواده بهر له تلو ډډه وکړئ.

له دې سره، په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې په کرونا ویروس ۹ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۳۴ تنه هم په دې ویروس اخته شوي چې د اخته کسانو ټولیز شمیر ۵۱زره او ۵۹۴ تنو ته او د مړینو شمیر هم ۲۱۳۵ تنو ته اوچت شو.