1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په افغانستان کې ۱۶ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

44874505_303
06 Dec 2020

په افغانستان کې خوراک نړیوال سازمان موندنې ښيي چې په هیواد کې د جګړو او کرونا ویروس خپریدو له کبله ۱۶ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

 

په افغانستان کې د خوراک نړیوال سازمان د استازولۍ دفتر د ګزارش پر بنسټ، په افغانستان کې نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې منځه ۵.۵ میلیونه تنه یې نه پوهیږي چې راتلونکی خوراک یې څه دی.

په افغانستان کې د خوراک نړیوال سازمان د دفتر مشرې، ماري ایلن نن (یوه نۍ، لیندۍ ۱۶) وویل:  د افغانستان ۱۶ میلیونه وګړي چې د جګړو له دوامه اغیزمن شوي، بشرپاله مرستو ته اړتیا لري، چې له دې منځه بیا ۵ نیم میلیونه یې په بد حالت کې دي او نه پوهیږي چې د راتلونکي وخت خوراک یې څه دی، دا سازمان هڅه کوي ترڅو دې کسانو سره بیړنۍ مرسته وکړي.

له بلې خوا روسیې، د هیواد په شمال کې جګړو له کبله بیځایه شویو کورنیو ته د ۳۰۰مټریک ټنه غوړیو مرسته وکړه.

په مزارشریف کې د روسیې جنرال کنسل، ایوګني کولیش وویل: نننۍ مرستې د افغانستان په شمال کې د جګړو له کبله بېځایه شویو وګړو سره دي. په بیلابیلو برخو کې د روسیې مرستې به همداراز روانې وي.

په همدې حال کې د بلخ د سکټوري چوپړتیاوو مشر، فرهنګ فرهنګ وایي چې د جګړو له کبله بیځایه شوې کورنۍ، د سړوښي موسم په رارسیدو سره په بدحالت کې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا کورنۍ خوراکي مرستو ته جدي اړتیا لري.

د جګړو ډيریدل، اوزګارتیا او طبیعي پیښې له هغو لاملونو دي چې په هیواد کې د کورنیو د بیځایه کیدو د ډيریدو لامل شوي دي او د هوا سړیدو د دوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.